له درباري شاعر سره

له درباري شاعر سره

د ښکلو نجونو او ګلونو شاعر
په سپینو لېڅو د خوبونو شاعر
د فحاشیو د بزمونو شاعر
د څو خیرنو ارمانونو شاعر
په ډېره نرمه او مهربانه ژبه
ما نه پوښتل ته هم شاعر یې ګوره؟
د ژوندانه په دغه ښکلې لار کې
ته هم د حسن مفسر یې ګوره
ته د ګلانو زمزمې اورې؟
ته د پېرونو ترانې اورې؟
ته اوازونو کې رنګونه وینې؟
ته په رنګونو کې نغمې اورې؟
تا د ترخو شونډو نېشه ليدلې؟
تا یې د سرو شیشو شراب څښلي؟
تا په مالګینو پستو شونډو ایښي؟
تا په سکروټو کې ګلاب څښلي؟
د لنډو څڼو تر چتر لاندې
د غوږ برېښنا په زړه ویشتلی نه یې؟
کله نېشه کې د پېغلوټو خندي
په هوسونو کې ځبېښلی نه یې؟
د مستې ښځې یاغي شوی نظر
تا په شرابو کې لیدلی که نه؟
د عشق اواز دې د هغې له زړه نه
په اسوېلو کې اورېدلی که نه؟
د تور کمیس له سپخېدلي درزه
د نجل پوستکي تخنولی نه یې؟
تا چې د حسن لوټماري کوله
هغې په غلا باندې نیولی نه یې؟
کله دې حورو د مشرقه سره
د می جامونه جنګولي که نه؟
کله دې تي د مغربي ښارۍ
په نڅېدو کې زنګولي که نه؟
کله د لنډو کمیسونو اعجازه
له ساړه عقله را ایستلی نه یې؟
بیا د غوښینو بلورینو ورنو
د شوق په اور کې سوځېدلی که نه؟
تا خلاصې کړي دي د نجونو تڼۍ
تا له چا ایستي د ایستلو جامې؟
چا چې پټ کړی په شوخې کې بدن
تا یې چیرلي د چیرلو جامې؟
کله دې شین کمیس په سپینو پښو
چېرې لیدلی چې ښویېږي پسې؟
له زنګنو تر ښکلو تیو پورې
ورو ورو خوځېږي او لوڅېږي پسې؟
تا لوڅه شوې غنم رنګه نجلۍ
سرې رڼايي لاندې لیدلې که نه؟
تا د نېشې په لېوني جهان کې
په خپلو مټو کې نیولې که نه؟
تا په سینه باندې داغونه ایښي؟
د چا د ګرمو رپېدونکو تیو
تا یې رودلي دي د نارو څوکې؟
ته یې مست شوی یې په سپینو میو؟
کله د عشق او ګناهونو سیند ته
به مجبورۍ کې ښویېدلی نه یې؟
د چا په ګرمه په تبجنه غېږ کې
زړو شرابو څملولی نه یې؟
که ته شاعر یې د عشقونو اوسه
څه د شرابو څه د نجونو اوسه
څه د ځوانیو د خوبونو اوسه
څه د ګناه څه د خوندونو اوسه
ته په باغونو کې ګلونه ستایه
ته په ګلونو کې رنګونه ستایه
ته د زري جامو په مورګو باندې
د چا د سرو شونډو لالونه ستایه
که ته شاعر یې د غمونو مه شه
کور د دردونو او رنځونو مه شه
د فریادونو کړاوونو مه شه
د ټول عالم د عذابونو مه شه
ستا یې د خلکو له رنځو سره څه؟
ستا د بزګر له ورځو شپو سره څه؟
چېرې چې غواړې پالنګ وغوړوه
ستا یې د سمڅو او کپو سره څه؟
***********
ما وی شاعره! ای زړه شاعره!
لا دې ناولي هوسونه شته دی
لا دې په سر کې د فتنې لوخړې
لا دې په زړه کې فسادونه شته دی
ته د سلطان د دربارونو شاعر
زه د محرومو ولسونو شاعر
ته د خمونو او جامونو شاعر
زه د پېړۍ د قیامونو شاعر
ته د پاچا د غرورونو شاعر
زه د غلام د فریادونو شاعر
ته د سلطان د نعمتونو شاعر
زه د بزګر د سوکړکونو شاعر
ته د ماڼۍ د اقبالونو شاعر
زه د کیږدۍ د ادبارونو شاعر
ته په بزمو کې د نازونو شاعر
زه په زندان کې د مرګونو شاعر
ته د نېکمرغو پسرلیو برېښنا
زه د بدمرغو بارانونو شاعر
ته ماښامي کې د بزمونو نڅا
زه سباوون کې د تېغونو ځلا
زه د مظلوم د غورځېدلو ګواه
زه د ظالم د غورېدلو ګواه
زه د دهقان په ویلې شوې غوښه
د زمیندار د شخوند وهلو ګواه
زه د بېوسو د زګېرویو اواز
د اسیرانو د پېریو اواز
زه ولسونو ته د مسني قاصد
زه ظالمانو ته د تورې سزا
زه د بربنډو د بزمونو نه یم
د خودفروشو د عشقونو نه یم
زه د ازغو یم د ګلونو نه یم
زه دوزخي د جنتونو نه یم
زه عذابونو زېږولی یمه
زه توپانونو ازمویلی یمه
زه د خوني بادو څپېړو په مخ
تر زر کرته ډېر وهلی یمه
زه د وطن د غریبیو بچی
د تورو شپو د بې وسیو بچی
د نامېندیو د سلګیو بچی
د بې ثمره اسوېلیو بچی
زه د غمونو عذابونو شاعر
د یو وطن د کړاوونو شاعر
زه د بزګرو د ننګونو شاعر
زه د کارګرو د جنګونو شاعر
زه چې شاعر یم د انسان د مینې
ربړ ګالونکو ته شعرونه لیکم
زه په مالوچو کې لمبې کرمه
زه په بارونو کې اورونه لیکم
*********
زه همدغه یمه، دغه به یمه
نګه د خلکو وم، نګه به یمه
د زیار ایستونکو د مرچلو پرچم
لکه پخوا چې وم هغه به یمه
وری ۱۲
کابل ۱۳۵۴
سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *