لنډه سوانح د نجم الرحمن مواج

لنډه سوانح د نجم الرحمن مواج

یم له پلاره احمدزﺉ 
مورنه ساپی 
اوسیدونکی دسرخرودیمه ننګرهارکی
باغوانې کلی مې ځای دﺉ دخاپوړو
له نیکونو نه یم پټ په اعتبارکی
اوږدمې نوم نجم الرحمن
لنډیې مواج دﺉ 
دپلار نوم مې علی احمد
عالم قاضی و
حال راتلونکی یې ګټلای له ماضی
و
لیسانسه داقتصادیمه کابل نه
ادبیاتو اوله شعره سره پالم
سیاست کړۍ که ارته وي یاتنګه
ورین تندي باندی مې ټولې ستونزی
ګالم.
لوړارمان می
په ژوندون کی ورورولی ده
چی:
یوانسان له بل انسان سره همرازوي
ترینه کرکه کړم که ولري دوه پښې
هم
چی یو وږﺉ تږﺉ ګوري
د بل ناز، وي
دا دعا مې پاک الله ته شامدام ده
چی:
یو ورور نکړې وبل لره محتاج
که:
یو ګرځي لوڅې پښې اوسرببر
اود بل په سرکې ووینمه تاج
تاج والا که وي عادل
خو د خدای شکر
که جابر وي زړه اور اخلی ناعلاج
ژبه:
ژر ترجمانی مې د ارمان کړي 
شک پر پاکه عقیده مې مسلمان کړي 
وایی: 
ګورﺉ چی غلیم شو د جابر 
ویې ولي چی مواج شولوکافر؟! 
دظالم ظلم پرضد یم جنګیدلای 
پاتې نه به شمه ظلم پرضد غلی 
دوې مې خویندی 
پنځه وروڼه عالمان دي 
د خدای شکرټول لرونکي د بچیان دي 
ماشومان مې دي اووه 
عمر پنځوس 
د بیلتون ‌ژوند کی می شپې دي 
ډیر افسوس 
دا، 
زما ده ډېره لنډه سوانح 
دچنګاښ په میاشت 
او، 
کال شپږ اویایم 
دژوندون پراخو ورشو کی سرګردانه 
ارمانونه پنډوم 
یایې پیایم.

نیټه: ۱۳۷۶ 

عبدالرحمن پژواک

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *