د خودۍ یون

د خودۍ یون
دا لـــه مـــوږه ســـره څـــه کـــوي ګـــــردون؟
دا ملـــــــــګري د ټيـــــــټانو دغـــــــــه یــــون
له غروره مې سر کوز نشــــــو فلـــــک تــــه
څومره لوړ دی دا زمـــــــا د خـــــودۍ یــــون
دا افسوس دی چې خپل ورور راسره نه ځي
دا جاهل، په ځان ناپــــوه، دغـــــه جبـــــون
ګنــــــې مـــــا به دا تاریــــــــــخ وو اړولـــــی
په تقدیر به مې وهلـــــــــی وو شــــــبخون
کـــــه اســــمان هر څو څپېړې په مخ راکړې
تسلیم نشــــــو دا زما زلــــــــــــــمی جنون
یو زمان به د دې خلکو په څوک مـــــات شي
هغه سر چې جګ اسمان ته شـــــــو پرون
سلیمان لایق

سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *