سنګر نه هیروو

سنګر نه هیروو

په لاس کی یی ګلونه د اخلاص او عقیدت و
هډو کی یی کلک کړی تجربو د مصیبت و
پوخ شوی په بټی کی د بزګرو د غربتذو
زړګی یی په سینه کی د رزمونو د عزت و
جوړ شوی له جوهره د پولاد او د غیرت و
موږ دا د غیرتونو اوچت غر نه هیروو
سنګر نه هیروو
ځوانی ی ټوله خاوری کړه د خلکو په ننګو کی
پخپل وطن مین شو ځان یی هیر شو په جنګو کی
د سره سحر پر خوا د انقلاب په ازانګو کی
د مرګ په سړه لری کی د توری په شرنګو کی
هغه چی میړنی وی لا معلوم وی په زانګو کی
موږ دغه د اورونو سمندر نه هیروو
سنګر نه هیروو
واټن د سرو اورونو خو په برخه د میړو وی
میدان د انقلاب خو د سرتیرو لیونو وی
ب
ستر د آزموینی خو د وینو د څپو وی
هرګام کی یی د خطر د بی برګشته ډوبیدو وی
خپل سر چی تری نه جار کړی افتخار یی د هغو وی
موږ هغه سر بایللی زړور نه هیروو
سنګر نه هیروو
*- سنګر: محبوب شاه سنګر (۱۳۲۷-۱۳۶۰) کین پلوه شاعر، لیکوال او سیاسی مبارز. د شاعر دوست، څوک چی په کونړونو کی د وظیفی پر مهال په یوه وسله واله توطیه کی شهید شو
سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *