دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی

دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی
مونږ ته ټول جهان دوزخ دی، چی وطن مو په کی نه وی
مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی
مونږ ته هر “شابه” پیغور دی، چی دشمن یی راته وایی
مونږ ته هر سلام لعنت دی، چی په سپکه په مونږ لویږی
مونږ ته هر گوله مرگ دی، چی دبل په ست یی ژوو
مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی
مونږ ته هر مشر دشمن دی، چی په مونږ یی رحم نشی
مـونږ تـه هر افغان پردی دی، چی پردو سره یو کیږی
موږ ته هر ملک تلک دی،چی زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی

سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *