ساقي ته

ساقي ته
ساقي ما ته سره اورونه را د څښلو
څه د سولو څه د ځآن رسوا کولو
هسې اور چې لېونیو سره ښایي
توفیق راکړي د ګرېوان څیرولو
په مستۍ کې رانه حزم د سر واخله
مجال راکړه د خپل ځان فدا کولو
ستا د شونډو له ګرمۍ نه قرباني شم
ستا له اوره، ستاله شوره ستا له سولو
څومره څومره چې سوځېږم نه مړېږم
څه قدرت لرم د ځان رسوا کولو
له ځیګره مې د وینو فوارې ځي
چې مشغول یم د وطن په یادولو

سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *