دا چه چُپ یم دلته غر او کمر نشته

دا چه چُپ یم دلته غر او کمر نشته

هم هغسی چه خندا کې هنر نشته
په ژرا کې هم له سره اثر نشته
(په ژرا کې هم له غمه اثر نشته)
که دی غاړه لکه غر ونیسی هسکه
په نیلی تیغ د افق کې جوهر نشته
تل یی خلک په خاورین ستورو غولیږی
د آسمان په شین دریاب کې ګوهر نشته
د ژوندون نه به کوم خوب پریشانه نه وی
د دنیا نه ناراحته بستر نشته
دا چه خاورې شوم د مینې لار کې ښه وی
خو د چا زما په خاورې ګذر نشته
زه پژواک یم په پیچمو مو کې لوی شوی
دا چه چُپ یم دلته غر او کمر نشته

عبدالرحمن پژواک

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *