د پښتو کوره

د پښتو کوره
ای د اشیا تاجه د لرغونو عظمتو کوره
ګران افغانستانه! د زړه سره، د پښتو کوره
مینه دې خوځېږي زما په شعر کې څپې څپې
ای د لوړو غرونو او سیندونو او درو کوره
ستا په طبېعت کې، طبېعت هم رزمي شوی دی
ای د سېلاوونو او واورینو توفانو کوره
هره لوېشته خاوره دې کتاب کتاب خبرې دي
ای د روایاتو ، مذهبو او ترانو کوره
ښاد دې یې، آزاد دې یې ودان دې یې
کور دې امنیت دې یې کعبه د هر افغان دې یې
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *