د نجونو مینه

د نجونو مینه
یار به مې پخلا شي زړه مې وايي ګواهي
کله پاتې کېږي په سپین مخ کې سیاهي
چا ویلي دا چې ښایسته لوټوي زړونه ؟؟؟
کلــــه روا شـــوې پرښــــتو ته تبــاهي ؟؟؟
پرې مې ږده ملا زه د پسپو او نفلو نه یمه
عشق په لېونتوب راباندې وايـــي ګــواهي
یار را اچولي پـه لاســـو کـــې تورې څــڼې
زه یـــم د خــــوبانو لاس تړلـــی سپاهـــي
ژوند یـــوه قافــــله ده د غـــــــمونو د دردونو
یمه د غمـــونو پـــه ټالــــونو کــــې راهــــي
لامبم هره شپه د خپلو اوښکو په تالاب کې
لــــېږمـــــه کــــــاروان د فــــــریادونو پګاهي
جار به جنتونه پالنـــګونه کـــــړم د حــــــورو
یار که چیرې راکړي په خپل غېږ کې پناهي
نه ځي له لایقه عشــــــق د نجونو په توبو
نه ځي له زنګي نه په زمـــزم کې سیاهي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *