ای زما پاکې خاورې!

ای زما پاکې خاورې!
ستا د تازه زخمونو جوړې فوارې د وینو
د کومې مینې، عاطفې په بڼ خزان راولي
ځکه چې ستا په لمن
په وینو سره سره ستوري
دي را نسکور په ځمکه
ای زما پاکې خاورې!
ستا په تازه زخمونو لاس کش کوم
او د پيړيو له مرۍ ځینې
د ژوند په ذهن کې په وینو رنګ یوه چغه کوم
هغه اواز چې د لسګونو ټوکیدلو د شین تیغ په څېر وي
زه د زرګونو سوزیدلو ستورو ویر کې ژړا
د لمر په څرک شروع کومه زیاتی
ای زما پاکې خاورې !
کله چې ژوند له وینو ډکه لار کې
لکه ګاډۍ چې د ویرجنو تلوسو د درانه بوج د لاندې
په داسې ځمکه چې هیڅ نه وي په کې؛ منډې وهي
نو د دې ښار د دروازې په خالي شوې تختې
ویره د زر حادثو خاندي راته
ای زما پاکې خاورې!
وایه چې څوک دی هغه ؟
چې د تاریخ د تیاره سېوري، ټول اړخونه د مرګ
یې
ایېنه کې ښکاري
او د شرمونو پنډ یې
دی په اوږو بار کړی.؟

پرتونادري
ژباړه: طایرځلاند

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *