عبدالرحمان پژواک

زندگینامه عبدالرحمان پژواک

عبدالرحمان پژواک (زاده ۷ مارس ۱۹۱۹ غزنی – درگذشت ۸ ژوئن ۱۹۹۵ پیشاور، پاکستان) دیپلمات افغان و مؤسس آژانس خبری پژواک بود و همچنین به‌ عنوان رئیس مجمع عمومی سازمان ملل متحد در سازمان ملل فعالیت داشت.

عبدالرحمان پژواک پس از پایان تحصیلات لیسه‌اش به عنوان خبرنگار مشغول به کار شد.او در قسمت خبری وزارت امور خارجه به عنوان سردبیر و ناشر روزنامهٔ اصلاح فعالیت می‌کرد و پس از آن نیز مدیر و سرپرست «آژانس خبری باختر»[۱] که اولین آژانس خبری افغانی بود گشت. وی همچنین رئیس انجمن حمایت از زبان پشتو (پشتو تولنه)نیز بود.

عبدالرحمان پژواک در سال ۱۹۴۶ به دنیای دیپلماتیک قدم گذاشت و به عنوان رایزن سفارت افغانستان در امور خبری و فرهنگی در انگلستان و ایالات متحده منصوب شد. او در سال ۱۹۵۱ کارمند وزارت امور خارجه افغانستان و همپنین مأمور به حضور در سازمان ملل متحد شد. پژواک پس از فعالیت در سازمان ملل سفیر افغانستان در آلمان و سپس هند و در ۱۹۷۶ در انگلستان شد.او این سمت را در سال ۱۹۷۸ بر اثر به وقوع پیوستن مناقشات کمونیستی داخلی افغانستان از دست داد و به افغانستان بازگشت. پس از بازگشت عبدالرحمان به افغانستان او در حبس خانگی به سر برد و تنها در سال ۱۹۸۲ به دلیل بیماری اجازهٔ خروج از کشور را یافت و تا سال ۱۹۹۱ در ایالات متحده زندگی کرد و پس از آن در پیشاور پاکستان سکونت نمود.

عبدالرحمان پژواک در سال ۱۹۵۸ به عنوان نمایندهٔ دائم افغانستان در سازمان ملل تایین شد و در آنجا تحت عنوان مدیر کمیسیون حقوق بشر سازمان ملل به فعالیت پرداخت. او در سال ۱۹۶۳ برای میانجیگری و اصلاح روابط میان ویتنام و انجمن بوداییها مأمور شد. پژواک در ۲۰ سپتامبر ۱۹۶۶ پس از آمینتوره فانفانی به عنوان رئیس مجمع عمومی انتخاب شد و تا سال ۱۹۶۷ در این سمت باقی ماند.

گزیده اشعار

استاد عبدالرحمن پژواک (زوکړه ۱۲۹۸ لمريز لېږدي کال (د ۱۹۱۹ ز کال د مارچ ۷، د ننگرهار ولايت-مړینه د ۱۹۹۵ ز کال د جون ۸، پېښور) يو افغان ديپلومات، سیاستوال او شاعر وو.

مخينه او زده کړې: عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى پر ١٢٩٨ لمريز لېږدي کال د افغانستان د ننگرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياستوال وو. د پوهې او ذکاوت نښې يې له کوچنيوالي په څېره کې ښکارېدې.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلاره، چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو، او همدارنگه له خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله څخه په خپل پلرني ځاى کې چې د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو کلى دى، زده کړې. مخکې تر دې چې د باغبانيو کلي ته نږدې د «مطلع دانش» لومړني ښوونځي کې شامل شي، د لومړنۍ پوهې او لوست له نعمته برخمن وو. عبدالرحمن پژواک په دغه ښوونځي کې تر دوو کلونو زده کړې وروسته دې ته اړ شو چې له خپل پلار او کورنۍ سره د خوگياڼيو ولسوالۍ د کږې سيمې ته ځاى بدل کړي، ځکه د نوموړي پلار قاضي عبدالله د هغه ځاى د محکمې پازوالي (مسوليت) پر غاړه واخيسته چې څه موده وروسته بيا د کابل مرافعه محکمې ته تبديل شو. نوموړي د کابل ښار په ده افغانانو سيمه کې يو لوى کور واخيست او له خپلې کورنۍ سره هلته اوسېده. پژواک په حبيبيې لېسه کې شامل شو؛ هلته يې خپلې زده کړې په بري سره مخ ته يووړې. نوموړي شعر او ادبياتو ته د تلوسې او استعداد له لامله د حبيبې لېسې په کنفرانسونو کې خپل شعرونه او مقالې لوستلې او همدا راز د لېسې د فوټبال د لوبډلې د ځلانده ستوري په توگه پېژندل کېده. هغه د لېسې تر بريالۍ دورې وروسته د هغه وخت په يواځېني طب پوهنځي کې دوه کاله زده کړه وکړه. په دې وخت کې يې پلار، چې په ستره محکمه کې يې د تميز د سروال (رييس) په توگه کار کاوه، د زړه د درېدو (زړه سکتې) له امله ومړ.

د هغه د پلار ناڅاپي مړينې د نوموړي پر کورنۍ او د هغوى پر ارام ژوند ناوړه او ژور اغيز وکړ. څرنگه چې د استاد پژواک مشر ورور په شمال کې د قاضي په توگه د دندې پر مهال وژل شوى وو، پژواک د کورنۍ د مشر په توگه د پلار تر مړينې وروسته د کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخيسته، د خپلو وروڼو د ښې روزنې او د کورنۍ د نورو غړيو د ښې پالنې لپاره اړوت چې زده کړه پرېږدي، په کابل کې خپل پلرنى کور وپلوري او د کورنۍ غړي بېرته باغبانيو ته ولېږي.

دندې: عبدالرحمان پژواک عملي کار د وخت د رسنيو په خپلواک رياست کې لومړى د ژباړن په توگه او وروسته په نورو له مسووليته ډکو دندو کې پيل کړ. هغه د رسنيو په خپلواک رياست کې د دندو د ترسره کولو پر مهال په شعر، ادب او اړونده مطبوعاتي چارو کې د استعداد له لامله د چارو د مسوولينو پام ځان ته راواړاوه. هغه په لومړيو کې په خپلو اثارو کې (وفا) او وروسته (ارمانجن) تخلص درلود، خو په پاى کې د (پژواک) د تخلص په ټاکلو سره په رښتيا سره د بشري کتلې او افغاني ټولنې د لوړو ارمانونو د غږ غبرگون ورکوونکى شو.

د عبدالرحمن پژواک په پښتو او دري ژبو شعرونه او نور اثار د هېواد د خپرونو د ښکلا لامل وگرځېد او د شاعرانو او اديبانو په منځ کې يې، چې وروسته ټول د هغه ملگري او علاقمندان وگرځېدل، ښه او لوړ مقام خپل کړ.

استاد پژواک پر ١٩٤٦ زېږدي کال په لندن کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توگه وگومارل شو. دا لومړی ځل وو چې له هېواده بهر يې په سفر او مطالعې پيل وکړ. د ديپلوماسۍ په برخه کې له کار سره اشنا شو او په هماغه ځاى کې يې په انگليسي ژبه د افغانستان او د پښتونستان د ټاټوبي پېژندنې په اړه اثار خپاره کړل. نوموړي د دې ماموريت په دوره کې د سکاټلنډ د ادنبري په پوهنتون کې د ژورناليزم او نړيوالو اړيکو په څانگه کې خپلې زده کړې مخ ته يووړې. پژواک له سفير سره د نظر د اختلاف له لامله له خپلې دندې څخه استفعا وکړه او د کار او کارگر د نړيوال دفتر د مطبوعاتو په څانگه کې شامل شو. تر يو کال خدمت وروسته پر ١٩٤٧ ز کال په واشنگټن کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اتشې په توگه وگومارل شو. د ١٩٤٨-١٩٥٠ ز کلونو ترمنځ له هغه ځايه بېرته د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توگه په لندن کې د افغانستان سفارت ته تبديل شو، خو څه موده وروسته يې له دې دندې هم استعفا وکړه او هېواد ته راستون شو. څه وخت يې وزگار تېر کړ او پر ١٩٥٣ ز کال په بهرنيو چارو وزارت کې په دنده وگومارل شو. استاد پژواک د هغه وزارت د بېلا بېلو څانگو په چارو کې د لياقت ښوولو له لامله د سياسي عمومي مديريت د مقام پر لاسته راوړلو بريالى شو. هغه د دغې مهمې پوړۍ (مقام) په لاسته راوړو سره وکولاى شول چې د ناپېيلو هېوادو په ټولو سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ځانگړي استازي په توگه گډون وکړي. هغه کولاى شو پر ١٩٥٥ ز کال د اندونيزيا په باندونگ کې د ناپېيلو هېوادو د مشرانو په لومړني کنفرانس، چې دى هم د افغاني پلاوي غړى وو او د کنفرانس په ترڅ کې د انسلاک د نشتوالي اساس هلته کېښوول شو او افغانستان هم د هغه د بنسټ اېښودلو د غړي په توگه وپېژندل شو، يادونه وکړو. پژواک پر ١٩٥٨ ز کال لومړى مختار وزير او وروسته په ملگرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دايمي استازى او لوى سفير وټاکل شو او نيويارک ته واستول شو. نوموړی ۱۴ کاله پر دغه څوکۍ ياتې شو او دا دنده يې په بري سره پرمخ يوړه. هغه ددغې دندې پر مهال په نړيوالو چارو کې بې ساری اهليت او کفايت وښود او په ملگرو ملتونو کې د باوري او ځلاندو څېرو څخه وپېژندل شو. له همدې لامله د افغانستان د لوى سفير په توگه د خپل ماموريت پر مهال، د ملگرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت شورا په تاييد سره هغه ته نورې مهمې دندې وسپارل شوې. لکه دا لاتدې دندې:

مړینه: عبدالرحمان پژواک د ١٣٧٤ لېږديز لمريز کال د غبرگولي په ١٨ د پنجشنبې په سهار، د ١٩٩٥ زيږديز کال د جون مياشتې پر ٨، چې د اسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې عاشورا له ورځې سره سمون خوري، د ۷۶ کلنۍ په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترگې پټې کړې. د نوموړي جنازه د غبرگولي پر ۱۹ د جمعې په ورځ د هغه له وصيت سره سم د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو په کلي کې د هغوى په پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. د جنازې په مراسمو کې گڼ شمېر جهادي قوماندانانو، د ختيځو ولايتونو د شورا استازو، عالمانو، شاعرانو او نورو مينه والو برخه اخيستې وه.