را غږېږه، را غږېږه!

را غږېږه، را غږېږه!

سیتاره! درته غوږ یمه غږیږه را غږیږه
بلا دې په بې لوظو ولګیږه را غږیږه

دا ټوله حافظه ستا له خبرو ډکومه
لالیه خدای ته وکسه، مه چوپېږه راغږیږه

جانانه! هله ژر کوه پښتو مې هېره شوې
بې تورو پاتې یمه، را رسیږه، را غږېږه

له کلي نه راغلیه، بختوره مسافره
یو دوه شیبې خو کېنه، مه جیګیږه، راغږېږه

دوا مې یې، شفا مې یې، خبرې راته وکه
صبا مې بیا په قبر مه ژړېږه، را غږېږه

په یاد دې دي! په غږ پسې دې هغومره خفه یم
چې وې به دې، ګودره! را غږیږه، را غږیږه

ګودر
جون ۱۴ – ۲۰۲۳ اسلام آباد

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *