ای هیلو

ای هیلو
لرې شۍ ای هیلو له ما لرې شۍ
وتښتۍ، پردۍ شۍ، مرورې شۍ
مه ژاړۍ زما په دردو مه ژاړۍ
ای زما غریب سترګو ډبرې شۍ
اوښکو زما له سترګو څخه والوزۍ
غاړو کې د نورو مرغلرې شۍ
ای زما د ژوند ترخو ترخو غمو
وخوځۍ، شعرونه شۍ خبرې شۍ
ای د خلکو هیلو زما په شعر کې
پورته شۍ اسمان ته لرو برې شۍ
تندر شۍ برېښنا شۍ سېلاوونه شۍ
تورې تورې ورېځې شۍ څپرې شۍ

سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *