ناست یمه زنګېږم په غمونو کې

ناست یمه زنګېږم په غمونو کې
توره شپه روانه ده منزل وهي
پورته د اسمان به لرې سیمو کې
ورېځو کې یو ستوری ځل وهي
کله د کزټې په تور لوګجن زړه کې
وخاندي یوه هیله راته ورانه شي
څو چې زه له خوبه سترګې پاڅوم
بیا هغه ویده شي پښېمانه شي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *