بدلون

بدلون
دوَو بدل شوه د وختونو تقاضا بدله.
ساقي بدل شوه د رندانو تمنا بدله.
ما د سبا لاره وهله د پرون په قدم.
لوری بدل شوه لار بدله هم سبا بدله.
بېګا د بل په غيږ کې و ووئيل پرونۍ محبوبې.
بې وفا نه يم تش تنها مې کړه وفا بدله.
ملا ته ګوره چې قرآن پلوري پیسې ټولوي.
د خدای رضا يې کړه په خيرو د دنيا بدله.
د ازادئ امام راغلی هيوادونه لوټي.
د امن او سولې ترانه شوله رښتيا بدله.
مانکي ښارونه لوټل اوس ستر هيوادونه لوټي.
غلا هم هغه ده اندازه شوله د غلا بدله .
لکه سړی چې خوب کې ويني نا ليدلې نړۍ.
زمونږ په دور کې هيچېر نشوه دنيا بدله.
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *