ربه دا لا څه تالان دی، چې په خپل وطن یی وینم

ربه دا لا څه تالان دی، چې په خپل وطن یی وینم
چـی خـپل سـپی پـه پـردی نـنگه، افغانانوته غـپیـږی
چی له زړه د«کنشکا» نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته
چی جمرود دسرو په بلخ کی، د«یما» له سره لویږی
“گرگین” ویوست تیغ د سټی، د افغان ننگی کهول ته
د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیری توری ته غځیږی
په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یی تیغ نه یی لښکر شته
هـم لښکر هـم یی تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږی
خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه
په هر چا چی مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږی
د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره
خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپی پښو ته لـویږی
په هر ځای چی باران راشی، زمونږ خره یوسی له مخی
په هرخوړ چی سیلاب وزی، زمونږ وره ته را سمیږی
په هره سیمه چی برشنا شی، تندر پریوزی زمونږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی، زمونږ کور ته راسیخیږی
په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی
پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـی ښـکـاری چــی خـتمیـږی
د احمد په گوریی تو کړی، توری ناړی دیڼکیو
دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی
مونږ ته ټول جهان دوزخ دۍ، چی وطن مو په کی نه وی
مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی
مونږ ته هر “شابه” پیغور دۍ، چی دشمن یی راته وایی
مونږ ته هر سلام لعنت دۍ، چی په سپکه په مونږ لویږی
مونږ ته هر گوله مرگۍ دۍ، چی دبل په ست یی ژوو
مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی
مونږ ته هر مشر دشمن دۍ، چی په مونږ یی رحم نشی
مـونږ تـه هر افغان پردۍ دۍ، چی پردی سره یو کیږی
موږ ته هر ملک تلک دی،چۍ زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *