ګونګ فرياد

ګونګ فرياد
د جوزا لمر چې لويديځ پلو ته ړنګ شي
د جرمن وطن په نور کې رنګارنګ شي
چې وږمه يې په بربنډو نجونو پرېوزي
د جنت نفس له رخې ورته تنګ شي
هر سبا رنګونه اوري په وريَځو
ګرد آسمان د لمر د سين په څپو رنګ شي
مست نسيم چې خوځوي د ګلو څانګې
چا پېريال د حسن او مينې يو آهنګ شي
جرمنى چې په اغزيو لاس را کاږي
يا خاټول شي، يا ګلاب شي، يا لونګ شي
دا زموږ وطن د چا ښېرا ګټلې
چې د سولې غږ پرې وشي هغه جنګ شي
دغه څه فتنه په موږ باندې اخته ده
چې چونجى زموږ وهلو ته نهنګ شي
جاپاني هزاره ګان دجهان واک کا
افغاني هزاره مټکې د تبنګ شي
پښتانه ته که بخت وخاندي په سهوه
يا په نس د چا مزدور شي يا ملنګ شي
د وطن چيغه چې باسم له ګوګله
په مرۍ کې مې د شعر فرياد ګونګ شي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *