عشق من زیباست ای مردم – ګودر ځاځی

عشق من زیباست ای مردم
بی جوره و یکتاست ای مردم
وفتی به چشمش می بینم
ترانه و غزل میشم
درد وجودش می چینم
هر ګاهی که بیمار میباشه
خسته و ناقرار میباشه
خسته میشم بیمار میشم
افتیده و شل میشم
درد مرا درمان درمان
رنج مرا پایان پایان
از دیګران غافل ګشته والله به باالله
سایه ی من پیوست او
قفل و کلید در دست او
صاحب ملک دل ګشته والله به باالله
بهر قدم های نازش راه، سرک و پل میشم
من از برای بودن او فدای کابل میشم
بهر قدم های نازش پل میشم پلچک میشم
من از برای بودن او فدای وردګ میشم
فکر مرا تسخیر کردی
با دیګرانم خیر کردی
زولانه و زنجیر کردی دست و پایم را
چرا چرا دور از بر باشی
دور از بر (ګودر) باشی
از مه باشی اګر باشی بشنو صدایم را
دیدن رویت کار من در کوچه ات ګدا میشم
من از برای بودن تو فدای پکتیا میشم
بر سر راه یار خود غنچه ګلی پر پر میشم
من از برای بودن او فدای لوګر میشم
عشق من زیباست ای مردم
بی جوره و یکتاست ای مردم
نن مې ډيرې دي کیسې درته راوړي
څه ترخې څه مې خوږې درته راوړي
دا ګلان خو ښه تازه وو داسې نه وو
دا خو ما هماغه شپې درته راوړي
ور رابند کړه ای زما د شعر ملکې
نن مې نوې زمزمې درته راوړي
لږ پرې وشنده اوبه شونډې دې راکړه
پټ په زړه کې مې لمبې درته راوړي
ستا لمانځل په دې ګلانو کله کیږي
دا مې هسې په پلمې درته راوړي
د (ګودر) فضا بی خونده ده راځه نو
یو منګی دوه مې کوزې درته راوړي
مینه او درناوی
ستاسو کشر…ستاسو ګودر
کابل..2013/09/21
کور ته چې هم ځې نو زړه مې درد کوي
یاره خدای منې؟ نو زړه مې درد کوي
خدای پامان چې وایې ساه مې لاړه شي
داسې چې کوې نو زړه مې درد کوي
ژوند همداسې ستړی دی نو څه وکو
ځان چې ژړوې نو زړه مې درد کوي
مور زما په سترګو ولې پوه نه شوه؟
پریده دا کیسې نو زړه مې درد کوي
موږ دې سره پریدي سل کلن دې شي
مه کوه ښیرې نو زړه مې درد کوي
یه (ګودره) ډیر غزل مې لوستي دي
ته یې چې لیکې نو زړه مې درد کوي
ستاسو کشر…ستاسو ګودر
کابل..سپتمبر 5
مورې
مورې چې ته نه وې دنیا ولې وي؟
بیا خو مانا نه لري دا،ولې وي؟؟؟؟
بیا ولې هر اولاد ګرځیږي ژوندی؟
زړه څنګه اور نه اخلي سا ولې وي؟
چې د مور نوم اخلي خو نه وي ځواب
داسې وختونه پر هر چا ولې وي؟
عمر دې ډير شه در قربان شه(ګودر)
بغیر له تا ارض و سما ولې وي؟
د مور ورځّې په ویاړ 1392
ګلبهار سنتر
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *