جوالي ته

جوالي ته
زړه مې راته وایي چې تپـــــــوس وکړم
څنــــګه دي درانده بارونه څنــــــګه دي
ته چــــې کــــرۍ ورځ دا جوالــــونه وړې
څنـــــګه دي د مـــلا دردونه څنـــګه دي
زړه دې چې له لوږې نه بېـــــواکه شي
بیـــا د پــــــــلاوو بویـــــــونه څنــــګه دي
شپې چې وږې پرېوزې په لانـده غولي
دا د بدمـــرغـــۍ خوبـــونه څـــــنګه دي
بیـــا چــــې دې ماشــوم له تبې وژاړي
دا د غــــم او رنځ ســــازونه څنـــګه دي
ته چې یې دې ژوند ته مجبور کړې یی
بــیا د دې نـــظام خونــدونه څنـــګه دي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *