د دردونو یار

د دردونو یار
آشناساقي شه چې خمارلرمه
د زړه په سر د غم غــــــبار لرمه
ما ته د حزم نصیحت مـــه کـــوم
زه له خپل ژوند ســره قمار لرمه
له اوره ډکې کړه پـــــیالې د میو
چې نن د ســـولو انــــتظار لرمه
له هوښیارانو تښـــــتېدلی یمه
له لیونــــیو ســـره کار لــــــــرمه
ملا که ویاړي د جـــــنت په حورو
زه د دردونو افــــــــــــتخار لـــرمه
لکه ډیوه سوځم او ژوند کــــومه
کاروان د اوښکو سره لار لــــرمه
له دې نـــازکو خـــــیالونو ســـره
د ګــل په پاڼو کـــــــې مزار لرمه
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *