رهبر

رهبر
ما اقتدا ورپسې وکړه چې رهبر به وي
لکه چې وایي په هرڅه باندې خبر به وي
د ترږمیو د دوران یو زړه ور به وي
د سختو ورځو د جنګونو د سنګر به وي
د تالا شویو پرګنو یو منور به وي
د پاڅیدلو افغانانو د باور به وي
زه غولیدلی وم په لوبو د یو غل باندې
ما غاړه ایښې وه په توره د اجل باندې
ما ولسونه رابلل او درول مې پسې
ما ویده خلک ویښول او خوځول مې پسې
ما جنګې ورونه راوستل لښکرول مې پسې
څوک به چې پاتې شوو په لار کې رسول مې پسې
که به له کرښې نه کاږه شول سیخول مې پسې
ما ننګول، ډله کول او سمول مې پسې
ما یوه کپچه مار ته غاښونه د چیچو ورکړه
ما بې وزرونو ته وزر د الوتو ورکړه
کارغه به کله سندرغاړی د باغونو نه شي
د غار ګیدړ به توریالی د میدانونو نه شي
د قدرت غل به خدمتګار د ولسونو نه شي
وطن فروش به محافظ د وطنونو نه شي
د لرګي تیغ به د رستم د ګوزارونو نه شي
لږ مې خړوب کړه چې دا غم مې د کلونو نه شي
ساقي د تا د لیونتوب له پیمانې نه قربان
ستا د رنګینې مشغولا له یارانې نه قربان
ما وی د زړه غم به څه کم شي خو ناسور شو پسې
ما وی ولس به په تن پټ شي خو لا چور شو پسې
زموږ ګلزار وطن ته ګوره چه تنور شو پسې
دوزخ د مرګ او د زندان او د ترور شو پسې
یو کپ ډوډی د اجانبو ته مجبور شو پسې
دا روغ زړګی مې له غمونو نه رنځور شو پسې
د زیارایستونکو په نوم موږ ته جلادان راغله
په بله بڼه پخواني داړه ماران راغله
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *