زه به تر څو ژاړم

زه به تر څو ژاړم
ناست یې ته سبا ته او زه وینم سبا درومي
ګورې زمانې ته او زه وینم چې دا درومي
پرانیزه ګوګل دې چې زه بلې لمبې درکړم
زه اوس ایرې کېږم دا اورونه له ما درومي
مه ځه هغې خوا ته چې د لارې اورې نشته
سمه شه هغې خوا ته چې دا ټوله دنیا درومي
عمر خو همدا دی چې تېرېږي نه راګرځي
وخوځه که خوځې لکه ځل د برېښنا درومي
زه به تر څو ژاړم ستا په سر ته به ویده یې
اوښکې که دریاب شي هم وچېږي او یا درومي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *