د آزادۍ شپېلۍ

د آزادۍ شپېلۍ
ای شپېلۍ خوږې شپېلۍ زما د ترانو ژبې
ای د رټل شویو، ځپل شویو اوسېلو ژبې
ای د کاروانیانو، د لېربنو اوښبنو ژبې
ای په تورو شپو کې د چوپیا د عظمتو ژبې
ای د ځوان شپونکي د بې تعبیره ارمانو ژبې
ای د بې پناهو یتیمانو د سلګو ژبې
نن د خدای لپاره زما د زړه پاسباني وکړه
زما د مضطربو ترانو ترجماني وکړه
ای شپېلۍ خوږې شپېلۍ زما دردونه ووایه
ووایه چې سوزم دا رسوا دردونه ووایه
وې ښیه هغو ته چې احساس لري آرزو لري
یویې سه افشا یې کړه دا پټ رازونه ووایه
سوزي مې رګونه د دردونو په سازونو کې
چېرې کوم دردمن ته دا رنګین سازونه ووایه
ور دې کړه نغمو ته بیا رنګونه د دردو زما
ور دې کړه دردو ته بیا خوږوالی د نغمو زمام
سوزي مې هډونه یو علاج زما د دردو وکه
یوه ښکلې چاره زما د سرکشو ارمانو وکه
زما له فریادو سره ملګرې کړه نغمه خپله
ویښ که دغه خلک یو تدبیر د پښتنو وکړه
دې جامدو غرو ته حرکت ورکه قوت ورکه
زموږ سره ملګری شه ملاتړ د زلزلو وکه
پرېږده د تېري او تجاوز سنګرې ماتې شي
پرېږده چې د ظلم او استبداد ککرې ماتې شي
یوسه زما دردونه زما له بلنده لمبو سره
زما له تندریزو خوځوونکو ترانو سره
وې غږوه، وې رپوه، وې خوځوه، وې لوله
زما له خون شریکو خپلو وروڼو پښتنو سره
زما له ګرېوان څيرو، پښو لوڅو بوټبنو سره
زما له بط پناهو بې ټاټوبو اوښبنو سره
ورشه د پښتون قام له دې غرو رغونو پاڅوه
یو ځل دا ویده زمري له دې خوبونو پاڅوه
خوب نه که راویښ شو په زلزل به زندانونه شي
لژند به په وینو کې واټونه او ښارونه شي
جوړ به (هريپور) او (مونټ ګمري) کې محشرونه شي
مات به په پښو د انقلاب کې ځنځیرونه شي
اوښکې د مظلوم به بارانونه سېلاوونه شي
غږ د ازادۍ به توفانونه تندرونه شي
لوبې سختې نه دي غیرتمنو ته له سر سره
سر غوڅ شوی ښه دی نه د نورو له افسر سره
ای شپېلۍ دا اوښکې زما په مخ باندې شعرونه دي
دا زما د دردونو ویلي شوي تعبیرونه دي
زه پښتون یم اوښکې مې د یأس د ژړا نه دي
دا زما له احساسه راوتلي پیغامونه دي
نه نه زه غلط شوم دا سرکشه توفانونه دي
ډوب به کړي دښمن دا نافرمانه سېلاوونه دي
سم به کړم دا سېل د دښمن د استعمار په کور
یعنې د عاصب د دبدبې او اقتدار په کور
درد زما، آرزو زما، ارمان زما، اسره زما
دا ښکلی جهان زما، د شعر ګلستان زما
عشق زما، وفا زما، اولاد زما، بنیاد زما
واړه دې قربان شي تر ازاد پښتونستان زما
هر داغ د سینې به مې د ګلو غوټۍ وسپړي
دا د غم نړۍ به شي جنت زما بوستان زما
چېرې که برېښنا د ازادۍ پښتون ته وخندل
چېرې که پښتون د استعمار په وینو ولمبل
یوسه زما سندرې د پښتون د انقلاب پلو
ای خوږې شپېلۍ د انقلاب او اضطراب پلو
زه له دې بې خونده عافیته ببېزار شوی یم
بومې زه د تندر د توفان او د سېلاب پلو
ډال مې که، خنجر مې که، سنګر د معرکو مې که
رب د پاره بو مې زه د د وینو د تالاب پلو
ژرنده د اسمان مې که د سر په کاسه وګرځي
زه به ګام اوجت کړم د میدان د امتحان پلو
دا زما قسم دی چې به مرمه له پښتو سره
یا به ازاد ژوند کوم له ټولو پښتنو سره
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *