د پښتون اجاره دار ته

د پښتون اجاره دار ته
د پښتون اجاره داره، بیا دې څه دام غوړولی
بیا دې کوم یو ایسار کړی، بیا دې کوم یو کړولی
بیا په زړه کې چا ته ګواښې، بیا دننه چا ته اېشې
بیا دې څوک په نښه کړی، بیا دې کوم یو نړولی
ته په خود یې که بېخود یې، دا په څه شي لوبې کاندې
دغه ژبه د ملت ده، نه د هرې نښې څلی
مه له ځانه څه ترې باسه، مه له ګېډې څه ورباسه
دا بنیاد د پښتنو دی، ډېر منلی ډېر سپېڅلی
هر زلمي ته مه خرنډېږه، په خپل فکر مه ټینګېږه
زمانه لکه سېلاب ده، وړي هر زوړ له کاره تللی
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *