د بېوسۍ په ویر او وطن ته د هیوادوالو د

تورخمه! بیا کډې در بار شوې
پاذاب یې نکړې ستړي ستړي قدمونه

تورخمه! پام چې زړه پرې نه ږدې
صاحب دې کډې باروي په تا درځینه

تورخمه! ګرانه، محترمه!
لوګی دې شمه دا ځل بیرته نه راځمه

تورخمه! څومره زړه دې ډک دی
ظالم چابک دی ولسونه بېلوینه

ژوند دې په خپل وطن کې جوړ شه
پیرزو مې نشي په تا دومره کړاوونه

ګودر

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *